۰

ولسمشر غني د چین له بهرنیو چار وزیر سره په تلېفون خبرې کړې

سی شنبه ۱۴ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۸
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي سره په تلېفوني خبرو کې پر افغان سولې او ټاکنو خبرې کړې دي.
ولسمشر غني د چین له بهرنیو چار وزیر سره په تلېفون خبرې کړې
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي سره په تلېفوني خبرو کې پر افغان سولې او ټاکنو خبرې کړې دي.

د جمهور آزانس د خبر له مخې چینايي وزیر په خپلو خبرو کې ویلي، چې هېواد یې د افغانانو په مشرۍ د سولې او مذاکراتو ملاتړ کوي او افغان محوره سوله غواړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي ټینګار کړی، چې د افغان سولې پروسه باید د افغان حکومت او افغانانو په محوریت او مالکیت مخ ته لاړه شي.

نوموړي ویلي، چې دوی د افغانستان د سولې په پروسه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي او دغه راز یې د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدو له امله ولسمشر ته مبارکي هم ورکړې ده.

وانګ یې زیاته کړې، چین به همدا راز له افغانستان سره دولت په دولت اړیکې پالي او د دې اړیکو پراختیا ته به ادامه ورکوي.

د یادونې ده، چې ولسمشر غني او وانګ یی د دې تر څنګ په چین کې د افغان سولې په اړه د جوړېدونکې غونډې په اړه هم خبرې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي