۰
میر رحمان رحماني:

پر وکیلانو د خارجي سفرونو محدویت لرې شوی دی

دوشنبه ۱۳ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۹
د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني وايي ولسمشرغني سره لیدنه کې هغه ډاډ ورکړی، چې نور به د جرګې د غړو پر بهرنیو سفرونو محدویت نه وي.
پر وکیلانو د خارجي سفرونو محدویت لرې شوی دی
د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني وايي ولسمشرغني سره لیدنه کې هغه ډاډ ورکړی، چې نور به د جرګې د غړو پر بهرنیو سفرونو محدویت نه وي.

د جمهور خبري آژانس ښاغلي رحماني د جرګې د نن دوشنبې لړم ۱۳ مې په غونډه کې و ویل، ده او د جرګې د کمېسیونونو مشرانو د تېرې شنبې په ورځ د ولسمشر غني سره ولیدل.

د هغه په وینا په دې ناسته کې له ولسمشر غني سره د جرګې د غړو ستونزې او د دغه راز د جرګې د مصوباتو ته په نه پاملرنه خبرې وکړې.

دغه راز نوموړي زیاته کړه، چې په ناسته کې د سولې، قانون ګذارۍ، د وکیلانو پر سفرونو د محدویت او د پارلماني نظارت پر ستونزو له ولسمشر سره بحث وکړ.

رحماني وایي، ولسمشر د ولسي جرګې د کمېسیونونو ریسانو ته د قناعت وړ ځوابونه ورکړ او د درې ګونو قواوو تر منځ یې په ښو اړیکو ټینګار وکړ.

همدا رانګ رحماني زیاته کړه، ولسمشر ژمنه وکړه، چې له دې وروسته به د ولسي جرګې د غړو د سفرونو په برخه کې محدویت نه وي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې وکیلانو ویل حکومت ان بهر ته د دوی په رسمي سفرونو محدویت وضع کړی او اجازه نه ورکوي، چې رسمي سفرونه وکړي.
 
جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي