د کام ایر هوايي خصوصي شرکت د کابل او کویټ تر منځ مستقیم پروازونه پیل کړي، چې د دواړو هېوادونو د چارواکو په وینا دا کار به د دوی اړیکې سره لا ټینګې کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه الوتنو پرانست غونډه پرون په کویټ کې د افغان سفیر سید جواد هاشمي او کویټي چارواکو له خوا شوې ده.
د کویټ ټایمز ورځپاڼې د افغان سفیر سید جواد هاشمي له قوله وایي، دا کار به د دواړو ملتونو تر منځ اړیکې لا غښتلې او نېږدې کړي.
په ورته وخت کې د افغانستان د هوايي چلن ادارې هم د کابل او کویټ تر منځ د نېغو الوتنو پخلی کړی او ویلي یې دي، چې دغه پروازونه به د دواړو هېوادونو تر منځ اقتصادي اړیکې هم غښتلې کړي.
د افغانستان د هوايي چلن اداره وايي، ډېر ژر به له یو شمېر نورو هېوادونو سره هم له کابله مستقیم پروازونه پیل شي.
جمهورخبري آژانس:کابل