۰
فیفا:

درملوک شرکت باید د ۱۳۷ زره قرنطین شویو رایو په اړه وضاحت ورکړي

یکشنبه ۱۲ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۵۶
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا وایي، درملوک شرکت باید د ولسمشرۍ د ۱۳۷ زره قرنطین شویو رایو په اړه معلومات ورکړي.
درملوک شرکت باید د ۱۳۷ زره قرنطین شویو رایو په اړه وضاحت ورکړي
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا وایي، درملوک شرکت باید د ولسمشرۍ د ۱۳۷ زره قرنطین شویو رایو په اړه معلومات ورکړي.

د فیفا اجرائیوي مشر یوسف رشید جمهور خبري آژانس سره خبرو کې و ویل، درملوک شرکت د معلوماتو په ورکولو کې مسلکي چلند نه دی کړی.

د هغه په وینا یاد شرکت تر اوسه پورې د هغه ۱۳۷ زره قرطین شویو رایو په اړه وضاحت نه دی ورکړی چې باید معلومات ورکړي.

ښاغلي رشید و ویل«درملوک شرکت یو ځل اعلان کوي، چې ۱۳۷ زره بایومتریک شوې رایې یې قرنطین کړې، خو بیا یې هم شمارې، خو دا چې دا رایې یې ولې قرنطین کړې او علت یې څه و تر اوسه څارونکو بنسټونو او انتخاباتي ټکټونو ته معلومات نه دي ورکړي.»

د فیفا اجرئیوي مشر ټینګار کوي، چې درملوک باید په دې اړه وضاحت ورکړی، چې ولې یې دا رایې قرنطین کړې او ولې یې بېرته له قرنطین څخه ایستلې دي.

نوموړی وايي، درملوک د دغه قرنطین شویو رایو او د ټاکنو کمېسیون د ورکو شویو بایومتریک دستګاو په اړه معلومات وړاندې نه کړي، د ټاکنو پروسه به یو ډول تر پوښتنو لاندې راشي.

که څه هم درملوک کمپنۍ په دې اړه چې دوی رایې قرنطین کړې او یا یې بېرته له قرنطین څخه ایستلې که نه، معلومات نه دي ورکړی، خو تر دې وړاندې د ولسمشرۍ ځینو نوماندانو ادعا کړې وه، چې درملوک شرکت ۱۳۷ زره بایومتریک شوې رایې قرنطین کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو کمېسیون پرون د ولسمشریزه ټاکنو د بایومتریک شویو رایو شمېر اعلان کړ.

دغه کمېسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي و، له درملوک شرکت سره د ولسمشریزه ټاکنو یو میلیون ۸۴۳ زره او ۱۰۷ رایې بایومتریک شوې رایې ثبت شوې دي.

د کمېسیون په وینا دغه شرکت تر ۸۶ زره څه زیاتې رایې باطلې اعلان کړې دي.

خو تر دې وړاندې کمېسیون ویلي و، چې د دوی په مرکز سرور کې یو میلیون ۲۹ زره او ۳۳۳ رایې دي په داسې حال کې، چې د ولسمشرۍ ځینو نوماندان ټینګار کولو چې بایومتریک شوې رایې یو میلیون او ۷ سوه زره دي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي