د لویو لارو پر امنیت د ولسي جرګې اندېښنه، امنیتي چارواکي یوازې لافې وهي

11 عقرب 1398 ساعت 14:28

د ولسي جرګې غړو د لویو لارو پر امنیت د اندېښنې ښودلو تر څنګ په امنیتي ارګانونو نیوکې وکړې، چې یوازې لافې یې زده دي او د دغه لارو امنیت نه شي خوندي کولی.


د ولسي جرګې غړو د لویو لارو پر امنیت د اندېښنې ښودلو تر څنګ په امنیتي ارګانونو نیوکې وکړې، چې یوازې لافې یې زده دي او د دغه لارو امنیت نه شي خوندي کولی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د جرګې د نن شنبې لړم ۱۱ مې د عمومي غونډې په امتیازي وخت کې تر ډېره د لویو لارو پر امنیت او دغه راز په زابل کې د یوه پولیس له خوا د پيسو د نه ورکړې په بدل کې د یوه موټر چلوونکي پر وژل کېدو خبرې وشوې.
 
د دوی په وینا، کندهار، اروزګان، فاریاب، جوزجان، میدان ورګ او ځینې نورو ولایتونو ته غځېدلې لویې لارې نه یوازې د طالبانو له خوا د ناامنیو سره مخ دي، بلکې پر دغه لارو طالبان له مسافرو پیسې هم اخلي.

د ولسي جرګې غړي ټینګار کوي، چې پر دغه لارو نه یوازې طالبان، بلکې نور وسله وال ان د امنیتي ځواکونو په ځانګړي ډول پولیسو له خوا له موټر چلوونکو او مسافرو پیسې اخستل کېږي.

د جرګې یو شمېر غړو پر دې اعتراف وکړ، چې په دې ډول ناوړه پېښو او ظلم کې د امنیتي مسوولینو تر څنګ ان د جرګې غړي هم شامل دي، ځکه د هغوی له خوا دغه موضوعات په جدي توګه نه څېړل کېږي.

وکیلانو ویل وړمه ورځ زابل کې یو تن پولیس له یوه موتر چلوونکي ۱۵ زره کلدارې غوښتې دي خو هغه ۷ زره ورکړې، چې نورې ورسره نه وې، خو پولیس پرې ډزې کړې او وژلی یې دی.

د جرګې رییس میر رحمان رحماني و ویل، په داسې حال کې، چې امنیتي بنسټونه د میدان وردګ د لارې امنیت نه شي خوندي کولی، نو د افغانستان خلک څنګه باوري شي، چې دوی کولی شي د لرو پرتو ولایتونو لویې لارې خوندي کړي.

هغه د ولسي جرګې امنیتي و دفاعي کمېټې ته دنده وسپارله، چې د موضوع په تړاو اړونده مسوولین ور وغواړي او جدي خبرې ورسره وکړي.

رحماني و ویل«زموږ وزیران یوازې لافو ته ورپرېږده، عمل نه شي کولی.»

د هغه په وینا کله چې معرفي شول ویل یې موږ یې سر وهو او سنګر یې نیسو، خو دا ونه شول او هره ورځ په لویو لارو زموږ سرتېري او مسافر وژل کېږي او پیسې ترې اخستل کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


 


د مطلب کود: 121864

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121864/

جمهور
  https://www.jomhornews.com