تخار کې ماین چاودنې ۹ زده کوونکي و وژل

11 عقرب 1398 ساعت 12:51

سیمه ییز چارواکي وايي، تخار ولایت کې د یوه ښخ شوي ماین په چاودنه کې د یوه ښوونځي ۹ زده کوونکي وژل شوي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، تخار ولایت کې د یوه ښخ شوي ماین په چاودنه کې د یوه ښوونځي ۹ زده کوونکي وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن شنبې د لړم ۱۱ مه سهار د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ د طاهریانو په کلي کې رامنځ ته شوې ده.

د تخار د والي ویاند جواد هجري وايي، چاودنه د طاهریانو کلي کې د ابوزر غفاري ښوونځي پر زده کوونکي هغه مهال شوې، چې دوی رخصت او د کور خوا ته روان وو.

نوموړي زیاته کړې، په دغه چاودنه کې ۹ ماشوم زده کوونکي وژل شوي، چې د شپږو جسدونه موندل شوي او درې نور لادرکه دي.

د درقد ولسوالۍ د معارف مسوولین وایي، په چاودنه کې وژل شوي ماشومان د دویم ټولګي نه تر څلورم ټولګي پورې زده کوونکي، چې د بدن غوښې یې خلکو په لاس راټولې کړې.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی خو سیمه ییز چارواکي وایي، یاده سیمه د طالبانو تر کنټرول لاندې ده او ماین هم همدوی اېښودی وو.

خو طالبانو تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:تخار
 
 


د مطلب کود: 121854

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121854/

جمهور
  https://www.jomhornews.com