۰

کورنیو چارو وزارت: تخار کې ۳۸ وسله وال وژل شوي دي

یکشنبه ۵ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۱
د کورنیو چارو وزارت تخار ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د ۵۸ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
کورنیو چارو وزارت: تخار کې ۳۸ وسله وال وژل شوي دي
د کورنیو چارو وزارت تخار ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د ۵۸ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت نن یکشنبې د لړم پنځمه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو پرون د تخار ولایت ینګي قلعه ولسوالۍ کې عملیات تر سره کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې ۳۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۰ ټپیان شوي دي.

دغه راز کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې په عملیاتو کې د طالبانو څلور عرادې موټر هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دی.

په ورته وخت کې وزارت وايي، په یادو چاڼیزو عملیاتو کې د تخار، خواجه غار، دشت قلعه او درقد ولسوالۍ او د مرکز اړوند سیمې له طالبانو پاکې شوې دي.

طالبانو تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي