د بادغیس امنیه قوماندان کابل کې وژل شوی دی

2 عقرب 1398 ساعت 14:17

کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې د بادغیس ولایت د امنیه قوماندانۍ قوماندان شریف الله چمتو پلازمېنه کابل کې په یوه غلچکي برید کې وژل شوی دی.


کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې د بادغیس ولایت د امنیه قوماندانۍ قوماندان شریف الله چمتو پلازمېنه کابل کې په یوه غلچکي برید کې وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن پنشنبې د لړم دوهمه د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د غزني اډه کې رامنځ ته شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي، د بادغیس امنیه قوماندان شریف الله چمتو څو ورځې وړاندې کابل ته په رخصتۍ راغلی وو.

رحیمي ویلي، چې نوموړی نن غرمه شاوخوا یوه بجه د کابل د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د غزني په اډه کې ترور شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند دا نه دي ویلي، چې برید کوونکي نیول شوي که.

وسله والو طالبانو د برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 121642

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121642/

جمهور
  https://www.jomhornews.com