۰

دفاع وزارت د ۵۹ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړ

چهارشنبه ۱ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۴
ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د عملیاتو پر مهال لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
دفاع وزارت د ۵۹ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړ
ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د عملیاتو پر مهال لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن چهارشنبې د لړم لومړۍ نېټه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د طالبانو پر ضد ۳۸ ځمکني او هوايي عملیات تر سره کړي دي.

سرچینه زیاتوي، دغه عملیات په کندهار، تخار، بلخ، اروزګان، سرپل، غزني، زابل، ننګرهار او فراه ولایتونو کې تر سره شوي دي.

ملي دفاع وزارت وايي، په عملیاتو کې ۵۹ وسله وال طالبان وژل شوي، ۱۱ تنه ټپیان او ۱۵ شکمن کسان نیول شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان ځواکونو د پروان ولایت جبل السراج ولسوالۍ د پل مټک په سیمه کې هم د طالبانو د څلورو نظامي قوماندانو د نیولو خبر ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي