۰

د ټاکنو خپلواک کمیسیون: د ډیجیټال سنټر مهرولاک نه دی مات شوی

سی شنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۹
د ټاکنو خپلواک کمیسیون هغه ادعاوې په کلکه رد کړې، چې ګنې د پولیسو ځانګړو ځواکونو د انتخاباتو کمیسیون د ډیجیټالي نتایجو د جمع بندۍ او ارزونې مرکز مهرولاک مات کړی او ور ننوتي دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون: د ډیجیټال سنټر مهرولاک نه دی مات شوی
د ټاکنو خپلواک کمیسیون هغه ادعاوې په کلکه رد کړې، چې ګنې  د پولیسو ځانګړو ځواکونو د انتخاباتو کمیسیون د ډیجیټالي نتایجو د جمع بندۍ او ارزونې مرکز مهرولاک مات کړی او ور ننوتي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ټاکنو کمېۍیون مشرې حوا علم نورستاني نن سه شنبې د تلې ۳۰ مه د کمېسیون له نورو کمېشنرانو سره یو ځای په خبري ناسته کې تایید کړه، چې ډیجیټال سنټر یو هلیز خلاص شوی و، خو په وینا یې ډیجیټل سنټر کې هېڅ راز لاس وهنه نه ده شوې.

نوموړي یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د کمېسیون غړي په پوره شفافیت او بې طرفۍ خپل کارونه تر سره کوي، هېچا ته د هېڅ ډول مداخلې اجازه نه ورکوي.

په ورته وخت کې د د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړي اورنګزیب و ویل، چې قلفونه نه دي مات شوي او له خبریالانو یې غوښتنه وکړه چې له دوی سره ولاړ شي او هر څه له نیږدې وګوري.

نوموړي زیاته کړه، چې د امنیتي ساتونکو څخه دوه تنو پولیسو د کمېسیون د امنیت ساتنې د مسوول څخه غوښتنه کړې وه، چې د یخنۍ څخه د مخنیوي په موخه د هغه دهلیز ورته خلاص کړي، چې د کمېسیون د زده کړو ریاست دی.

د هغه په وینا چې په همدې کې تېروتنه شوې او په همدې مهال یو چا د ثبات او همپالنې ټیم ته خبر ورکړی، چې ګنې د ډیجیټال سنټر مهر لاک مات شوی او کسان داخل شوي.

دی وايي، چې په همدې مهال د ثبات او همپالنې ټیم د کمپاین مشر علي احمد عثماني کمېسیون ته ورغلی او دغه مهر لاک پر هغې وهل شوی نمبر یې له هغه لمبر سره چې د دوی سره دی کتلي او ډاډ یې حاصل شوي، چې نه مهرلاک مات شوی او نه هم نمبر بدل شوی.

په دغه خبري ناسته کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني دا هم و ویل، چې دوی د شفافیت په موخه د ملي رادیو تلوېزیون څخه دا غوښتنه هم کړې، چې یوه کمره یې په کمېسیون کې فعاله وي تر څو ډول څه له نېږدې وڅارل شي.

د ټاکنو کمېسیون د دارلاانشا رییس مشر حبیب الرحمن ننګ هم په لنډو خبرو کې دغه ډول تورونه په کلکه رد کړل او ویې ویل، چې دی د ملت پر وړاندې هر ډول ځواب ته تیار دی.

د ټاکنو کمېسیون کمېشنرې ظریفې رحیمي هم هغه تورونه په کلکه رد کړل، چې ګڼې د ټاکنو کمېسیون په مسوولینو هېڅ ډول سیاسي فشار نشته او نه به هم غاړه ورته کېږي.

د ټاکنو کمېسیون له نوماندانو او سیاسي ګوندونو یو ځل بیا وغوښتل، چې کمېسیون پرېږدي خپلو کارونو ته رسېدګي وکړی تر چې د ټاکنو د پایلو اعلان نور ونه ځندېږي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي