۰

دفاع وزارت: په ۲۴ ساعتونو کې ۵۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي

سی شنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۳
ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې د لسګونو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
دفاع وزارت: په ۲۴ ساعتونو کې ۵۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي
ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې د لسګونو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن سه شنبې د تلې ۳۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۹ ګډ یرغلیز او ۲۲ هوايي عملیات تر سره کړي.

سرچینه زیاتوي، چې دغه شمېر عملیات په غزني، لوګر، کندهار، بغلان، ننګرهار، پکتیکا، هلمند، زابل او قندوز ولایتونو کې تر سره شوي دی.

خبرپاڼه وايي، په دې ټولو ولایتونو کې ۵۲ وسله وال طالبان وژل شوي، ۲۴ تنه ټپیان د څلور شکمنو کسانو په ګډون ۸ نور طالبان نیول شوي دي.

ملي دفاع وزارت افغان ځواکونو او ولسي وګړو ته د احتمالي مرګ ژوبلې اوښتو په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي