۰

کندوز کې د طالبانو خونړۍ کمېین، ګن شمېر سیمه ییز پولیس وژل شوي

سی شنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۰
سیمه ییز چارواکي وايي، کندوز ولایت کې وسله والو طالبانو د سیمه ییزه پولیسو پر یوه امنیتي پوسته برید کړی او ګڼو سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
کندوز کې د طالبانو خونړۍ کمېین، ګن شمېر سیمه ییز پولیس وژل شوي
سیمه ییز چارواکي وايي، کندوز ولایت کې وسله والو طالبانو د سیمه ییزه پولیسو پر یوه امنیتي پوسته برید کړی او ګڼو سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ځايي چارواکي زیاتوي، پېښه تېره شپه (د تلې ۲۹ مه) د کندوز ولایت د علي آباد ولسوالۍ د عرضبیګي په کلي کې شوې ده.

د کندوز د امنیه قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني هم تاییدوي، چې د عرضبیګي په کلي، کې طالبانو د سیمه ییزه پولیسو پر یوه پوسته برید کړی، خو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.

په ورته وخت کې د علي آباد ولسوالۍ یو تن مسوول چارواکي رسنیو ته ویلي، چې د طالبانو په برید کې ۱۷ سیمه ییز او څو تنه نور ملي پولیس وژل شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې په وژل شویو کسانو کې د همدې پوستې د سیمه ییزه پولیسو قوماندان امر محمود ایماق او د امنیتې قوماندانۍ د اداري چارو مرستیال سید عالم هم شامل دي.

د چارواکو په وینا سیمې ته د تازه دمه ځواکونو په رسېدو سره طالبانو شاتګ کړی او په جګړه کې هغوی ته هم تلفات اوښتي، خو کره شمېر یې نه دی معلوم.

طالبانو هم ویلي، چې په علي آباد ولسوالۍ کې د یې د سیمه ییزه پولیسو پر یوه مرکز برید کړی، د دریو قوماندانو په ګډون ۲۰ تنه سیمه ییز پولیس یې وژلي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په جګړه کې د خپل لوري د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کندوز
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي