د ناټو دفاع وزیران پر افغانستان غونډه جوړوي

30 میزان 1398 ساعت 9:27

ټاکل شوې د ناټو دفاع وزیران دوه ورځې غونډه وکړي، چې په دوهم ورځ به بحثونه او خبرې ټولې د افغانستان پر روان وضعیت راڅرخي.


ټاکل شوې د ناټو دفاع وزیران دوه ورځې غونډه وکړي، چې په دوهم ورځ به بحثونه او خبرې ټولې د افغانستان پر روان وضعیت راڅرخي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه سبا چهارشنبې د اکتوبر ۲۲ مه بروکسل کې جوړه او پنشنبې به هم دوام ولري.

د ویل کېږي د غونډې دوهم ورځ د افغانستان لپاره ځانګړې شوې او په کې به د دغه هېواد پر روان وضعیت مفصلې خبرې وشي.

راپورونه وايي، د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر چې کابل ته راغلی و هم د ناټو سازمان د دفاع وزیرانو په غونده کې د ګډون په موخه بروکسل ته روان شوی دی.

سرچینې زیاتوي، چې دا ځل به په بروکسل کې د افغانستان د وضعیت په اړه په خپل راپور له ناټو سازمان غړو سره وارزوي.

له کابله و بروکسل ته د روانېدو وړاندې د امریکا دفاع وزیر و ویل، چې د سرتېرو لیدلی حال به د ناټو غړو ته هم وړاندې کړي.

نوموړي ویلي وو تمه لري، چې شریکان به یې هم په افغانستان کې د دوامداره ملاتړ اعلان وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم بروکسل ته رسېدلی او د ناټو د دفاع وزیرانو له غونډې وړاندې یې د ناټو له سرمنشي یانس سټولټنبرګ سره لیدنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 121559

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121559/

جمهور
  https://www.jomhornews.com