۰
د ملګرو ملتونو امنیت شورا:

ټول هېوادونه باید له افغان حکومت سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي

سی شنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۶
د ملګرو ملتونو امنیت شورا وايي، ټول هېوادونه دې د امنیت شورا د پرېکړو او نړیوالو قوانینو پر اساس له افغان حکومت سره خپلو همکاریو ته ادامه ورکړي.
ټول هېوادونه باید له افغان حکومت سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي
د ملګرو ملتونو امنیت شورا وايي، ټول هېوادونه دې د امنیت شورا د پرېکړو او نړیوالو قوانینو پر اساس له افغان حکومت سره خپلو همکاریو ته ادامه ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالې کې د تېرې جمعې د ورځې خونړۍ پېښه چې ۷۲ ملکیان په کې شهیدان او ۳۶ نور ټپیان شول په سختو ټکو غندلې او ویلي یې دي، چې معاهدو ته په پام ټول باید د افغانستان تر څنګ ودرېږي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا خبرپاڼه وایي، افغانستان کې نړیوال ترهګر فعالیت کوي او ټولو هېوادونو ته په کار ده چې د دغه نړیوال تهدید په له منځه وړلو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

اعلامیه کې ویل شوي، د هسکې مینې پېښې لارښوونکي، پلان کوونکي، مالي ملاتړي او عاملین باید ونیول شي او نړیوالو قوانینو ته په پام محاکمه کړل شي.

امنیت شورا د دغه پېښې په اړه خپله خواشیني څرګنده کړې ده او هغه یې ستر بشري جنایت بللی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي