۰

د ټاکنو کمېسیون او کورنیو چارو وزارت د ثبات او همپالنې ټیم تورونه رد کړل

سی شنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۱
د ټاکنو خپلواک کمېسیون او کورنیو چارو وزارت د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم هغه تورونه او ادعاوې رد کړې، چې ګڼې افغان پولیسو د شپې له مخې د ټاکنو کمېسیون د اطلاعاتي ډیجیټلي مرکز یا بانک د قفل د ماتولو هڅه کړې ده.
د ټاکنو کمېسیون او کورنیو چارو وزارت د ثبات او همپالنې ټیم تورونه رد کړل
د ټاکنو خپلواک کمېسیون او کورنیو چارو وزارت د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم هغه تورونه او ادعاوې رد کړې، چې ګڼې افغان پولیسو د شپې له مخې د ټاکنو کمېسیون د اطلاعاتي ډیجیټلي مرکز یا بانک د قفل د ماتولو هڅه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم د کمپاین مشر علي احمد عثماني پرون په یوه خبري غونډه کې و ویل، چې افغان پولیسو د شپې له مخې د ټاکنو کمېسیون د اطلاعاتي ډیجیټلي مرکز یا بانک د قفل د ماتولو هڅه کړې ده.

نوموړي و ویل، دوی معلومات نه لري، چې ایا پولیسو د اطلاعاتي ډیجیټلي مرکز یا بانک د قفل مات کړی که نه او په رایو کې یې لاسوهنه کړې که نه خو ویې غوښتل، چې دغه موضوع باید جدي وڅېړل شي.

خو تر دې وروسته د ټاکنو کمېسیون په یوه اعلامیه کې د ثبات او همپالنې ټیم دغه ادعاوې او تورونه په کلکه رد کړې چې ګنې پولیسو د ډیجیټلي مرکز د ماتولو هڅه کړې.

دغه راز کمېسیون هغه اوازې هم رد کړې، چې ګنې ډاکتر عبدالله د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا د رییس د ګوښه کېدو غوښتنه کړې ده.

د کمېسیون په خبرپاڼه کې راغلي« هر چا چې د نتایجو د جمعبندۍ او ډیجیټلي مرکز د مهرو لاک د ماتېدلو ادعا کړې، دا اوازه یې بې بنسټه ده د خلکو د اطمینان لپاره باید ووایو چې د قرنطین شویو دستګاو د ارزونې د مرکز قفل او مهر و لاک د ناظرینو د سترګو په وړاندې ترسره کېږي او د هر نوماند ځانګړي اکاونټ کې د ارزونې ټول معلومات او پرمختګونه د مشاهدې وړ دي.»
د ټاکنو خپلواک کمېسیون له ټولو نوماندانو غوښتي، چې د دوی په زحمتونو پورې ملنډې ونه وهی او د هڅو او زحمتونو درناوی یې وکړي.»

کمېسیون یو وار بیا پر ټولو لوریو غږ کړی چې د ټاکنو تر پایلو دې حوصله وساتي.

همدا راز د کورنیو چارو  وزارت هم د عبدالله د ټیم هغه اوازه رد کړې ده چې ګواکې پولیسو په توره شپه پر دیجیټلي مرکز برید کړی او د مرکز د قلفونو د ماتولو هڅه یې کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي