۰

ناټو: د افغان سولې د هر ډول توافق ملاتړ کوو

سی شنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۹
ناټو سازمان او متحدین یې وایي، دوی په افغانستان کې د سولې د هر ډول توافق ملاتړ او په دې برخه کې همکاري کوي.
ناټو: د افغان سولې د هر ډول توافق ملاتړ کوو
ناټو سازمان او متحدین یې وایي، دوی په افغانستان کې د سولې د هر ډول توافق ملاتړ او په دې برخه کې همکاري کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د ناټو سرمشني ینس سټولټنبرګ د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره تر لیدنې وروسته کړې دي.

خلیلزاد پرون یکشنبې د اکتوبر ۲۱ مه د افغان سولې په تړاو بروکسل، پاریس او مسکو ته سفر پیل کړی او د دغه هېواد له چارواکو سره به وګوري.

خلیلزاد بروکسل ته په رسېدو د اروپايي ټولنې او ناټو له چارواکو سره پر افغان سولې خبرې کوي، چې تازه یې د ناټو له مشر سره لیدلي او پر سوله ورسره غږېدلی دی.

له خلیلزاد سره تر لیدنې وروسته د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې ناټو او متحدین یې د سولې د هر ډول توافق ملاتړ کوي.

نوموړي ټینګار کړی، چې ناټو او شریکان به یې د افغانستان ملاتړ او د سولې د توافق لپاره شرایطو ته ژمن پاتې شي.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو څو وروځو کې د سولې خبرې یو ځل بیا تودې شوې او په دې اړه د بېلا بېلو هېوادونو چارواکو هڅې پیل کړې او څرګندونې یې کړې دي.

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر هم ویلي وو، چې کابل ته یې د سفر موخه له افغان چارواکو سره د سولې په اړه خبرې کول وو.

دغه راز په کابل کې د اروپايي ټولنې استازي او سفیر هم دوه ورځې وړاندې د یوه خبري کنفرانس پر مهال د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرو د بیا پیل غوښتنه کړې وه.

اروپايي ټولنې ویلي، دوی د هغه سولې ملاتړ کوي، چې مشري او مالکیت یې د افغان حکومت او ولس په لاس کې وي او په کې د افغانستان د تېرو ۱۸ کلونو لاس ته راوڼې وساتل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي