۰

خلیلزاد بیا د افغان سولې په تړاو سفر پیل کړی

سی شنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۰
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد یو ځل بیا د افغان سولې په تړاو سفر پیل کړی دی او په دې اړه به د یو شمېر هېوادونو له چارواکو سره وګوري.
خلیلزاد بیا د افغان سولې په تړاو سفر پیل کړی
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد یو ځل بیا د افغان سولې په تړاو سفر پیل کړی دی او په دې اړه به د یو شمېر هېوادونو له چارواکو سره وګوري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، خلیلزاد پرون یکشنبې د اکتوبر ۲۱ مه بروکسل، پاریس او مسکو ته د افغان سولې په تړاو سفر پیل کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې خلیلزاد به بروکسل او پاری کې د اورپايي ټولنې او ناټو د چارواکو په ګډون د خپلو سیالو چارواکو سره وګوري.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، دوی به په دې اړه خبرې وکړي، چې په افغانستان کې د سولې د راوستلو هڅې څنګه په ښه توګه کړندۍ کړي.

خبرپاڼه وايي، خلیلزاد له دې وروسته مسکو ته ولاړ شي او د روسیې او چین له استازو سره به هم وګوري او د افغان جګړې پر پای ته رسولو به ورسره خبرې وکړي.

خلیلزاد پر داسې مهال د افغان سولې لپاره سفر پیل کړی، چې وړمه ورځ د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر هم په ناڅاپي سفر کابل ته راغلی وو.

مارک اسپر خبریالانو ته ویلي و، چې افغانستان ته د سفر موخه یې د طالبانو سره د سولې د خبرو د بیا پیل کېدو په اړه د افغان چارواکو سره خبرې کول دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي