۰
د بشري حقونو کمېسیون:

افغانستان کې ملکي تلفات ۸ سلنه لوړ شوي

دوشنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۱
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، افغانستان کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله کې ۸ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
افغانستان کې ملکي تلفات ۸ سلنه لوړ شوي
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، افغانستان کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله کې ۸ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دې کمېسیون چارواکو نن دوشنبې د تلې ۲۹ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال و ویل، چې په تېرو شپږو میاشتو کې ۶۵۰۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بشري حقونو کمېسیون په راپور کې ویل شوي، په تېرو شپږو میاشتو کې ۶۱۱ ملکي افغانان د ښکېلو غاړو تر منځ نښتو کې وژل شوي او ۴۸۷۶ نور ټپیان شوي دي.

د دغه کمېسیون په وینا یاد شمېره ښيي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې سږ کال ۸ سلنه لوړ والی راغلی دی.

د کمېسیون کمېشنر نعیم نظري د دغه راپور د وړاندې کولو پر مهال و ویل، له کمېسیون سره د ثبت شویو شمېرو له مخې د تېرو شپږو میاشتو د مرګ ژوبلې ۷۵ سلنه مسوولیت طالبانو ته ور اوړي.

د هغه په وینا د ۱۱ سلنه ملکي مرګ ژوبلې مسوولیت افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او د دوی ملاتړو ځواکونو ته متوجه دی، درې سلنه د داعش له غاړې او لس سلنه نورو پېښو عاملین معلوم نه دي.

د افغانستان د بشري حقونو د کمېسیون په راپور کې ویل شوي، چې د طالبانو په عملیاتو کې ۱۰۵۱ تنه وژل شوي او ۳۸۲۷ نور ټپیان شوي دي.

په راپور کې راغلی، چې د داعش په بریدونو او عملیاتو کې بیا ۳۱۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۰۱ نور ټپیان شوي دي.
د بشري حقونو د کمېسیون په راپور کې دا هم لیکل شوي، چې په دې موده کې ۱۲۶ تنو د وژونکو او ۵۵۹ نور ټپي شویو کسانو عاملین نه دي څرګند.

دغه راز کمېسیون وایي، ډېورنډ کرښې ته نېږدې له هغې غاړې د پاکستاني پوځیانو په توغندییز بریدونو کې هم ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وسله والې نښتې، د سړک د غاړې ماینونه، ځانمرګې بریدونه، هوايي بمبارۍ او شپې عملیات د ملکي تلفاتو د ستر عواملو په توګه یاد کړي دي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي