۰
د اجرائیه ریاست ادعا:

نانسي پلوسي عبدالله ته و ویل موږ ستاسو په مشرۍ افغانستان کې سوله غواړو

دوشنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۶
د افغان حکومت اجرائیه ریاست وایي، د امریکا د کانګرس مشرې نانسي پلوسي له ډاکتر عبدالله عبدالله سره کتنه کې و ویل«موږ ستاسو په مشرۍ په افغانستان کې سوله غواړو.»
نانسي پلوسي عبدالله ته و ویل موږ ستاسو په مشرۍ افغانستان کې سوله غواړو
د افغان حکومت اجرائیه ریاست وایي، د امریکا د کانګرس مشرې نانسي پلوسي له ډاکتر عبدالله عبدالله سره کتنه کې و ویل«موږ ستاسو په مشرۍ په افغانستان کې سوله غواړو.»

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن پلوسي د یوه اته کسیزه پلاوی په مشرۍ پرون یکشنبې د تلې ۲۸ مه کابل ته راغله او له ولسمشر غني سره یې تر لیدنې وروسته د اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله سره هم کتلي دي.

اجرائیه ریاست د ښاغلي عبدالله او مېرمن پلوسي د لیدنې په اړه خپره کړې خبرپاڼه کې وايي،«نانسي پلوسي ډاکتر عبدالله عبدالله ته و ویل« ستا سره له هغه وخته پېژندګلوي لرم، چې د بهرنیو چارو وزیر وې، موږ غواړو ستاسو په مشرۍ او ماکلیت په افغانستان کې سوله ټینګه، امنیت تامین، د افغانستان اقتصاد ښه شي او د افغانستان خلک په امنیت او هوساینه کې ژوند وکړي.»

 خبرپاڼه وايي، مېرمن پلوسي ټینګار وکړ، چې امریکا نه غواړي افغانستان بیا د ترهګرو په ځاله بدل شي نو ځکه هر څه له نېږدې څاري او هڅه کوي، چې د ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې د دواړو هېوادونو کړنې همغږې کړي.

سرچینه د پلوسي له قوله وایي، افغانستان او امریکا دوه ستراتېژیک او دوست هېوادونه دي او تر منځ به یې دوستي او همکاري دوام ولري.

اجرائیه ریاست دغه راز زیاتوي، چې پلوسي د ولسمشرۍ ټاکنو په تړاو هم څرګندونې وکړې هغه یې وستایلې او پر شفافیت یې ټینګار وکړ، ځکه په وینا یې ټاکنې د دیموکراسۍ اصل او د حکومت مشروعیت دی.

په ورته وخت کې عبدالله هم له افغانستان سره د امریکا د مرستو، همکاریو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د قربانیو ستاینه کړې او ټینګار یې کړی، چې د افغانستان او امریکا تر منځ همکارۍ او ستراتېژیکه اړیکي دوام پیدا کړي.

نوموړي د ټاکنو په تړاو ویلي، چې افغان ولس ټاکنې په بریالیتوب سره سر ته ورسولې او خپل د خوښې نوماندانو ته یې رایې ورکړې او اوس اوس د رڼو پایلو اعلان ته په تمه دي او د رڼو پایلو پرته بل څه نه غواړي.

اجرائیه رییس په خپلو خبرو کې دا هم ویلي، چې سوله د افغان ولس لومړیتوب دی او دی په افغانستان کې د تل پاتې سولې او جګړې د پای ته رسېدو لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي