۰

د امریکا د کانګریس مشره نانسي پلوسي کابل ته راغلې ده

دوشنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۴
د امریکا له دفاع وزیر مارک اسپر وروسته د امریکا د کانګرس مشره مېرمن نانسي پلوسي هم د یوه اته کسییزه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلې ده.
د امریکا د کانګریس مشره نانسي پلوسي کابل ته راغلې ده
د امریکا له دفاع وزیر مارک اسپر وروسته د امریکا د کانګرس مشره مېرمن نانسي پلوسي هم د یوه اته کسییزه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه وایي، نانسي پلوسي د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر تر سفر څو ساعته وروسته کابل ته راغلې وه.

سرچینې زیاتوي چې مېرمن پلوسي او وروسره پلاوی د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او نورو لوړ پوړو افغان چارواکو سره کتلي او د افغان سولې په اړه یې ورسره خبرې کړې وې.

د امریکا د کانګرس مشره د تېرې شنبې په ورځ اردون ته تللې وه او د دغه هېواد له چارواکو سره یې له سوریې څخه د امریکايي سرتېرو د ایستلو په اړه خبرې کړې وې.

هغه له اردون وروسته افغانستان ته راغله او دلته یې له افغان ولسمشر او نورو چارواکو سره پر سوله او یو لړ نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.

د یادونې ده، چې تر پلوسي وړاندې د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر هم د یوه پلاوی په مشرۍ کابل ته راغلی و او له ولسمشر غني سره یې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر امنیت او دغه راز د افغانستان د سولې پروسې په اړه خبرې کړې وې.

د ارګ خبرپانه وايي، د امریکا دفاع وزیر په خپلو خبرو کې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د خپل هېواد پر مرستو او همکاریو ټینګار وکړ.

په ورته وخت کې ولسمشر غني په خپلو خبرو کې له اداري فساد په ځانګړي توګه په امنیتي او دفاعي بنسټو کې له فساد سره د حکومت پر سیستماتیکي مبارزې خبرې وکړې او په راتلونکو اقداماتو یې هم رڼا واچوله.

دغه راز سرچینه زیاتوي، چې دواړو لورو د سولې د راتلونکو اقداماتو او د افغانستان او سیمې د وضعیت په اړه هم مفصلي خبرې وکړې.

باید و ویل شي، چې دا کابل ته د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر لومړنی سفر دی چې کوي او وایي، د دې سفر موخه یې د افغانستان د سولې خبرې اترې دي.

نوموړي له خبریالانو سره خبرو کې ویلي، هدف دا دی، چې په یوه زماني مقطع کې د سولې او یوه سیاسي توافق ته ورسېږو او همدا د پرمختګ یوه ښه بېلګه ده.

د امریکا دفاع وزیر ویلي تمه لري، چې وړاندې ولاړ شي او په افغانستان کې پر یوه داسې سیاسي جوړجاړي بریالي شي، تر چې هغه غوښتنې او اهداف تر لاسه شي، چې تمه یې ده.

هغه دا هم و ویل، چې د اړتیا په وخت کې امریکا کولی شي په افغانستان د خپلو ۱۴ زره سرتېرو شمېر ۸۶۰۰ تنو ته راټیټ کړي، خو په وینا یې دا به له ترهګرۍ سره پر مبارزې اغېز ونه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي