زابل کې د هاوان مرمۍ لګېدو ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

29 میزان 1398 ساعت 8:18

سیمه ییز چارواکي وايي، زابل ولایت کې پر ولسي وګړو د هاوان یوه مرمۍ لګېدلې، چې له امله یې ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، زابل ولایت کې پر ولسي وګړو د هاوان یوه مرمۍ لګېدلې، چې له امله یې ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون یکشنبې د تلې ۲۸ مه د زابل ولایت په شاه جوی ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

ځايي چارواکي وایي، د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله دوه ماشومان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

دوی وايي، تر اوسه نه ده معلومه، چې مرمۍ د کوم لوري څخه راغلې ده، خو په اړه یې پلټنې روانې دي.

په ورته وخت کې د زابل د ملکي روغتون ډاکتر وايي، د پېښې له ځایه دوی ته ۱۴ تنه ټپیان وروړل شوي وو، چې دوه ماشومانو د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

تر اوسه د دغه پېښې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 121519

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121519/

جمهور
  https://www.jomhornews.com