ولسمشر غني جاپان ته تللی دی

29 میزان 1398 ساعت 8:11

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د جاپان د نوي امپراتور د تاج اېښودونې په مراسمو کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته تللی دی.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د جاپان د نوي امپراتور د تاج اېښودونې په مراسمو کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته تللی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسمشر پرون یکشنبې د تلې ۲۸ مه ماښام مهال جاپان ته روان او د دغه هېواد پلازمېنې توکیو ته ورسېد.

ارګ وایي، ولسمشر غني به د دغه سفر په ترڅ کې د جاپان له دولتي چارواکو او د جایکا له رییس سره وګوري او دغه راز به په هغه ملمېستیا کې هم ګډون وکړي، چې د جاپان د لومړي وزیر له خوا برابره شوې ده.

باید و ویل شي، چې د جاپان نوی امبراتور ناروهیتو به د راتلونکې سه شنبې د اکتوبر ۲۲ مه په رسمي ډول د جاپان د نوي امپراتور په توګه لوړه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 121518

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121518/

جمهور
  https://www.jomhornews.com