۰

د امریکا دفاع وزیر له ولسمشر غني سره پر سوله خبرې کړې

دوشنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۰۰
د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ په یوه نا اعلان شوي سفر کابل ته راغلی او له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره یې کتلي دي.
د امریکا دفاع وزیر له ولسمشر غني سره پر سوله خبرې کړې
د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ په یوه نا اعلان شوي سفر کابل ته راغلی او له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره یې کتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اسپر پرون یکشنبې د تلې ۲۸ مه ناوخته کابل ته راغلی او ولسمشر غني په ارګ کې ورسره لیدلي دي.

د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وایي، اسپر له ولسمشر غني سره لیدنه کې د ننګرهار د هسکې مېنې د پېښې تسلیت وړاندې کړ او دغه راز یې د افغان حکومت او افغان ځواکونو ستاینه وکړه، چې ټاکنې یې په ښه ډاډمنه فضا کې تر سره کړې.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه لیدنه کړې دواړو لورو، د افغانستان، سیمې، نړیوال امنیت وضعیت، له ترهګرۍ سره پر مبارزې د افغان ځواکونو په تمویل او تجهیز او د افغانستان او امریکا تر منځ په بېلا بېلو برخو کې پر دوه اړخیزه همکاریو خبرې اترې وکړې.

خبرپانه وايي، د امریکا دفاع وزیر په خپلو خبرو کې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د خپل هېواد پر مرستو او همکاریو ټینګار وکړ.

په ورته وخت کې ولسمشر غني په خپلو خبرو کې له اداري فساد په ځانګړي توګه په امنیتي او دفاعي بنسټو کې له فساد سره د حکومت پر سیستماتیکي مبارزې خبرې وکړې او په راتلونکو اقداماتو یې هم رڼا واچوله.

دغه راز سرچینه زیاتوي، چې دواړو لورو د سولې د راتلونکو اقداماتو او د افغانستان او سیمې د وضعیت په اړه هم مفصلي خبرې وکړې.

باید و ویل شي، چې دا کابل ته د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر لومړنی سفر دی چې کوي او وایي، د دې سفر موخه یې د افغانستان د سولې خبرې اترې دي.

نوموړي له خبریالانو سره خبرو کې ویلي، هدف دا دی، چې په یوه زماني مقطع کې د سولې او یوه سیاسي توافق ته ورسېږو او همدا د پرمختګ یوه ښه بېلګه ده.

د امریکا دفاع وزیر ویلي تمه لري، چې وړاندې ولاړ شي او په افغانستان کې پر یوه داسې سیاسي جوړجاړي بریالي شي، تر چې هغه غوښتنې او اهداف تر لاسه شي، چې تمه یې ده.

هغه دا هم و ویل، چې د اړتیا په وخت کې امریکا کولی شي په افغانستان د خپلو ۱۴ زره سرتېرو شمېر ۸۶۰۰ تنو ته راټیټ کړي، خو په وینا یې دا به له ترهګرۍ سره پر مبارزې اغېز ونه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي