۰

نامعلومه وسله والو پکتیا کې یو قومي مشر وژلی دی

یکشنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۳
سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسان پکتیا ولایت کې یو قومي مشر حاجي ظهیرالدین په ډزو وژلی دی.
نامعلومه وسله والو پکتیا کې یو قومي مشر وژلی دی
سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسان پکتیا ولایت کې یو قومي مشر حاجي ظهیرالدین په ډزو وژلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن یکشنبې د تلې ۲۸ مه د پکتیا ولایت مرکز ګردیز ښار کې رامنځ ته شوې ده.

د پکتیا د امنیه قوماندانۍ ویاند سردار ولي تبسم وايي، حاجي ظهیر الدین د پکتیا ولایت د سید ولسوالۍ یو له قومي مشرانو څخه وو، چې ګردیز ښار کې نامعلومه وسله والو کسان وژلی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې حاجي ظهیر الدین دا مهال کومه دنده نه درلوده، خو مخکې د ملي پولیسو یو سرتېری و او شخصي دښمني یې هم درلوده.

تر اوسه چا او یا کومې ډلې د دغه قتل مسوولیت نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:پکتیا
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي