۰

اروپايي ټولنه: د اوربند په شرط باید د سولې خبرې بیا پیل شي

یکشنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۰۵
اروپايي ټولنه د افغان سولې په تړاو د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو د بیا پیل غوښتونکې شوه خو وایي، دغه خبرې باید د اوربند په شرط پیل شي.
اروپايي ټولنه: د اوربند په شرط باید د سولې خبرې بیا پیل شي
اروپايي ټولنه د افغان سولې په تړاو د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو د بیا پیل غوښتونکې شوه خو وایي، دغه خبرې باید د اوربند په شرط پیل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابل کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رولاند کوبیا نن یکشنبې د تلې ۲۸ مه کابل کې د یوې خبرې غونډې پر مهال و ویل، اروپايي ټولنه په افغانستان کې له ښکېلو خواوو غواړي، چې ژر تر ژره د سولې په ټپه درېدلې خبرې بېرته پیل کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې اروپايي ټولنه په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو، سولې او ثبات د ټنګښت ملاتړ کوي او په همدې خاطر غواړي، چې د سولې خبرې بیا پیل شي.

خو په وینا یې د سولې خبرو د پیل شرط باید اوربند وي او ښکېلې خواوې باید اوربند وکړي، تر څو سولې ته زمینه برابره او روانه جګړه او تاوتریخوالی پای ته روسېږي.

دی وایي، نه پوهېږي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې به کله پیل شي خو په وینا یې له دواړو خواوو غواړي، چې وخت ضایع نه کړي او د سولې خبرې پیل کړي تر چې جګړه پای ته ورسېږي.

کوبیا طالبانو ته په خطاب کې و ویل، چې په یوه وخت کې جګړه او سوله کول هېڅ منطق نه مني نو ځکه طالبان باید له جګړې لاس واخلي اوربند وکړي د سولې خبرې پیل او افغانستان له ثبات څخه برخمن کړي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي زیاته کړه، چې دغه ټولنه هڅه کوي، چې د سولې خبرو د پیل سره سم د اروبند رامنځ ته کېدو ته زمینه برابره کړي.

د هغه په وینا اروپايي ټولنه د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له هغې پروسې ملاتړ کوي، چې پر بنسټ یې افغانستان ته تل پاتې سوله او ثبات راتلای شي.

ښاغلي کوبیا په ټينګار سره و ویل، چې دوی د هغه سولې ملاتړ کوي، چې په کې د افغانستان د تېرو ۱۸ کلونو لاس ته راونې وساتل شي او د ماشومانو، ښځو او نورو اقلیتونو حقوق په کې خوندي وي.

نوموړي یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ، چې د افغان حکومت په مشرۍ او مالکیت بین الاافغاني خبرو ته تن ورکړي او له ځینو غوښتنو تېر شي.

هغه ټینګار وکړ، چې د جګړې پای په خبرو کې دی او د دې لپاره باید ژر تر ژره د افغان حکومت او طالبانو تر منځ بین الاافغاني خبرې پیل شي.

د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رولاند کوبیا و ویل، اروپايي ټولنه د یوه بې طرفه درېیم ګړي په توګه چمتو ده چې په افغانستان کې د تل پاتې سولې ضامن پاتې شي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي