۰
نړیوال مالي اقدام:

پاکستان باید د ترهګرۍ ضد مبارزه وکړي، کنه تور لېست ته یې اچوو

یکشنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۰
د نړیوال مالي اقدام ادراې یو ځل بیا پاکستان ته خبرداری او چانس ورکړی، چې د مالي فساد او ترهګرۍ پر ضد رښتینې او عملي اقدامات وکړي، که نه په تور لېست کې به یې شامل کړي.
پاکستان باید د ترهګرۍ ضد مبارزه وکړي، کنه تور لېست ته یې اچوو
د نړیوال مالي اقدام ادراې یو ځل بیا پاکستان ته خبرداری او چانس ورکړی، چې د مالي فساد او ترهګرۍ پر ضد رښتینې او عملي اقدامات وکړي، که نه په تور لېست کې به یې شامل کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه ادارې مشر شییانګمن د فرانسې پلازمېنه پاریس کې خبریالانو ته ویلي پاکستان د دغه کار لپاره څلور میاشتې وخت لري.

نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې پاکستان باید په څلورو میاشتو کې د فساد، تورو پیسو د سپینولو، ترهګرۍ او نورو اړونده غیر قانوني کړنو پر وړاندې جدي اقدام وکړي.

شيیانګمن خبرداری ورکړ، چې که پاکستان په څلورو میاشتو کې یاد شوي اقدامات ونه کړي نو په تور لېست کې به شامل شي.

دی وایي، تر دې مهاله د پاکستان تېر اقدامات او فعالیتونه دوی ته د قناعت وړ نه وو او هڅه کوي پر دغه هېواد نور فشارونه هم زیات کړي.

د نړیوال مالي اقدام ادارې څو ورځې وړاندې په یوه ناسته کې پاکستان په خړ لېست کې وساته او خبرداری یې ورکړ، چې که د دوی غوښتنو ته جدي پاملرنه ونه کړي، نو تور لېست ته به یې شامل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي