۰

پاکستان تور لېست ته ونه لوېد خو په خړ کې پاتې شو

شنبی ۲۷ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۰
د مالي اقدام کاري ډلې (FATF) پاکستان د ترهګرو د ملاتړ په خاطر تور لېست ته نه دی شامل کړی، خو په خړ کې پاتې شوی دی.
پاکستان تور لېست ته ونه لوېد خو په خړ کې پاتې شو
د مالي اقدام کاري ډلې (FATF) پاکستان د ترهګرو د ملاتړ په خاطر تور لېست ته نه دی شامل کړی، خو په خړ کې پاتې شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا پرېکړه په هغه غونډه کې شوې ده چې په فرانسه کې له ترهګرو سازمانونو سره د هېوادونو پر مالي ملاتړ بحثونو ته ځانګړې شوې وه.

د مالي اقدام کاري ډله وايي، پاکستان لا هم هغه پلاونه په بشپړه توګه نه دي عملي کړي، چې د دوی له لوري ورکړل شوي دي.

دغه ادارې ویلي له همدې امله به پاکستان د راتلونکي میلادي کال تر فبرورۍ میاشتې پورې د ترهګرو د ملاتړ په خر لېست کې پاتي وي.

خو په وینا یې که پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارې په برخه کې رښتینې او عملي اقدامات ونه کړي، نو ښايي تور لېست ته یې هم شامل کړي.

د مالي اقدام کاري ډله (FATF) ادارې، پاکستان ته د پیسو د کنټرول په برخه کې هم د لا ډېرو اقداماتو خبرداری ورکړی دی.

د مالي اقدام کاري ډلې ټینګار کړي، پاکستان باید هغه پلانونه په بشپړه توګه عملي کړي چې دوی ورباندې هوکړه کړې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي