۰
معتصم آغاجان:

حکومت دې د سولې لپاره شته بې باوري له منځه یوسي

شنبی ۲۷ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۳
ځینې پخواني طالب چارواکي وایي، د سولې لپاره دې باید د طالبانو تر څنګ حکومت هم ځینې داسې اقدامات وکړي، چې شته بې باوري له منځه ولاړه شي.
حکومت دې د سولې لپاره شته بې باوري له منځه یوسي
ځینې پخواني طالب چارواکي وایي، د سولې لپاره دې باید د طالبانو تر څنګ حکومت هم ځینې داسې اقدامات وکړي، چې شته بې باوري له منځه ولاړه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د واکمنۍ د مهال د مالیې وزیر معتصم آغا جان وايي، د سولې د ټنګښت لپاره اړتیا ده، چې د طالبانو تر څنګ افغان حکومت هم داسې اقدامات تر سره کړي، چې شته بې باوري له منځه یوسي او سولې ته زمینه برابره شي.

آغا جان ویلي، د سولې د ټنګښت لپاره دې د هېواد په یوه برخه کې طالبانو ته د خوندي سیمو تر نامه لاندې داسې ساحه ځانګړې شي، چې اداري چارې یې طالبان پر مخ یوسي.

د هغه په وینا د جګړې د پای ته رسولو لپاره باید دواړه لوري داسې اقدامات وکړي، چې لومړی نسبي اوربند رامنځته او په دې ډول سرتاسري اوربند ته زمینه سازي وکړي.

که څه هم پخوانی طالب چارواکی د سولې لپاره طالبانو ته د خوندي سیمې په ورکولو ټینګار کوي، خو ولسمشر غني له دې وړاندې له دې چارې سره مخالفت کړی.

د سولې په اړه دغه تازه څرګندونې پر داسې مهال رادبره کېږي، چې په دې وروستیو کې د امریکا او طالبانو تر منځ د مذاکراتو د بیا پیل کېدو راپورونه ورکول کېږي.

قطر کې د طالبانو ویاند سهیل شاهین هم ویلي، دوی چمتو دې له امریکا سره مذاکرات له هغه ځایه پیل کړي، په کوم ځای چې د امریکا ولسمشر لغوه کړې وو.

شاهین ویلي داسې نښې نښانې شته چې له امریکا سره د سولې مذاکرات بېرته پیل شي.

په ورته وخت کې ځینو لوېدیځو رسنیو هم ویلي کېدای شي د امریکا او طالبانو خبرې تر څلور نیمو اونیو لږ موده کې پیل شي.

طالبانو ته نېږدو سرچینو بیا ویلي، چې د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته به سمدستي د سولې خبرې پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي