طالبان:

له امریکا سره د خبرو پیل ته چمتو یو، ښايي خبرې پیل شي

27 میزان 1398 ساعت 8:32

وسله والو طالبانو ویلي، چې دوی له امریکا سره د سولې د خبرو بیا پیل ته چمتو دي او تمه شته چې دغه خبرې بیا بیل شي.


وسله والو طالبانو ویلي، چې دوی له امریکا سره د سولې د خبرو بیا پیل ته چمتو دي او تمه شته چې دغه خبرې بیا بیل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې که څه هم د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو پلاوی څه موده وړاندې اسلام آباد کې سره ولیدل، او د سولې د خبرو د پیل په اړه یې خبرې کړې، خو ویل کېږي دا رسمي نانسته نه وه.

اوس په قطر کې د طالبانو ویاند سهیل شاهین ویلي تمه ده، چې له امریکا سره بیا خبرې پیل شي او په وینا یې تمه شته، چې دا خبرې پیل شي.

شاهین ډیلي ټایمز ورځپاڼې سره مرکه کې ویلي که څه هم د خبرو د پیل دقیقه نېټه نه ده روښانه شوې، خو داسې نښې نښانې شته، چې دغه ځنډېلي مذاکرات بیا پیل شي.

د طالبانو ویاند ټینګار کړی، چې دوی چمتو دي له امریکا سره د مذاکراتو لړۍ له هغه ځایه پیل کړي، په کوم ځای چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ لغوه کړې وې.

نوموړي دا هم ویلي، ټاکل شوې وه چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک د سپټمبر په ۲۳ نیټه لاسلیک شي خو امریکا په ناڅاپي ډول له دې تړون څخه په شا شوه.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې لوېدیځو رسنیو هم ویلي و، کېدای شي، د سولې خبرې تر څلور نیمو اوونیو په کمه موده کې بېرته پیل شي.

دغه طالبانو ته ځینو نېږدې سرچینو هم دا خبرې کړې وه، چې د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو تر اعلان وروسته د سولې مذاکرات بېرته پیلېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 121448

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121448/

جمهور
  https://www.jomhornews.com