ننګرهار کې شوي برید ته نړیوال غبرګونونه:

د هسکې مېنې ولسوالۍ د پېښې له عاملینو سره باید حساب وشي

27 میزان 1398 ساعت 8:20

ملګرو ملتونو، ناټو او په کابل کې د امریکا سفارت د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د جمع لمانځ پر مهال شوې غبرګې چاودنې په کلکه غندلې او دا یې یو غیر انساني عمل بللی دی.


ملګرو ملتونو، ناټو او په کابل کې د امریکا سفارت د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د جمع لمانځ پر مهال شوې غبرګې چاودنې په کلکه غندلې او دا یې یو غیر انساني عمل بللی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ د جودرې سیمې په یوه جومات کې د لمانځه پر مهال غبرګې چاودنې وشوې.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیانی وایي، د جمعې د لمانځ دوهم رکعت کې شوې دغه چاودنې ۶۲ تنه شهیدان کړي او ۳۶ نور ټپیان شوي دي.

خو د هسکې مېنې ولسوال رضوان الله بشرمل وايي، په دغه چاودنه کې ۶۴ تنه وژل شوي او ۳۴ نور ټپیان شوي دي.

که څه هم د چاودنو مسوولیت چا نه دی اخیستی خو د ولسوال ویلي، برید داعشیانو کړی او تر چاودنو وروسته یې پر هغه خلکو او سیمه ییزه پولیسو هم ډزې کړې، چې غوښتل یې مړي له جومات نه راوباسي.

په دغه چاودنه کې جومات په بشپړه توګه له منځه وړل شوی دی.

دغه برید په کور د ننه تر څنګ په نړیواله کچه هم غندلی شوی او دا یې یو غیر انساني او د نه منلو وړ عمل بللی دی.

ملګرو ملتونو، ناټو او په کابل کې د امریکا سفارت هم دغه برید په کلکو ټکو عندلی او ویلي یې دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د برید د غندلو تر څنګ ویلي، ورته بریدونه له افغانانو سره د ترهګرۍ په برخه کې د نړیوالو په ملاتړ اغېز نه شي کولی.

نوموړي ویلي، چې دا یو غیر انساني او غیر بشري عمل دی، چې له عاملینو سره یې باید حساب وشي.

د ناټو سازمان هم دغه برید په کلکو ټکو غندلی او ویلي یې دي، چې ناټو له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانانو تر څنګ ولاړه ده او خپلو همکاریو ته به دوام ورکړي.

کابل کې د امریکا سفیر جان باس هم دغه برید غندلی او ویلي یې دي، چې ټول افغانان حق لري په آزاده ډول ژوند وکړي او له ناوړه پېښو په امن کې وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 121447

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121447/

جمهور
  https://www.jomhornews.com