۰

ننګرهار کې د پروني برید مرګ ژوبله کابو ۱۰۰ تنو ته رسېدلې

شنبی ۲۷ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۰۷
ننګرهار ولایت کې د جمعې د لمانځه پر مهال د شوې چاودنې مرګ ژوبله کابو ۱۰۰ تنو ته رسېدلې ده.
ننګرهار کې د پروني برید مرګ ژوبله کابو ۱۰۰ تنو ته رسېدلې
ننګرهار ولایت کې د جمعې د لمانځه پر مهال د شوې چاودنې مرګ ژوبله کابو ۱۰۰ تنو ته رسېدلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ د جودرې سیمې په یوه جومات کې پرون جمعه د تلې ۲۶ مه د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه وشوه.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، خلک د جمعې په لمانځ ولاړ و، چې د لمانځ په دوهم رکعت کې چاودنه شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه چاودنه کې ۶۲ تنه وژل شوي او ۳۶ نور ټپیان شوي، چې اته تنه هم په کې ماشومان دي.

خو د هسکې مېنې ولسوال رضوان الله بشرمل وایي، په دغه چاودنه کې ۶۴ کسان وزل شوي او ۳۴ نور ټپیان شوي دي.

د ولسوال په وینا چاودنه داعش ډلې کړې او تر چاودنې وروسته یې پر محلي پولیسو هم ډزې کړې دي او دغه راز یې خلکو ته مورچې نیولې وې، چې مړي راونباسي.

طالبانو په برید کې لاس لرل رد کړي دي، خو هسکه مېنه هغه ولسوالي ده، چې داعش په کې فعالیت لري.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې د ولسمشر غني له قوله دغه برید سخت غندل شوی دی. د ارګ په اعلامیه کې ویل شوي:

«تروریستان او د دوی ملاتړي به هېڅ وخت هم پر جوماتونو، روغتونونو، ملکي وګړو او عامه تاسیساتو د بریدونو په ترسره کولو سره خپلو شومو موخو ته ونه رسېږي، ځکه زموږ زړور امنیتي او دفاعي ځواکونه به دوی په هر ځای کې ولټوي او نابود به یې کړي.»

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي