۰
آليس ویلز:

ټاکنيز ټيمونه د پر کميسيونونو له فشار راوړلو ډډه وکړي

پنجشنبه ۲۵ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۱۲
امریکا وایي د ټاکنیزو کمېسیونونو خپلواکۍ او پرېکړو ته باید درناوی وشي او ټاکنیز ټیمونه دې پر کمېسیونونو له فشار راوړلو ډډه وکړي.
ټاکنيز ټيمونه د پر کميسيونونو له فشار راوړلو ډډه وکړي
امریکا وایي د ټاکنیزو کمېسیونونو خپلواکۍ او پرېکړو ته باید درناوی وشي او ټاکنیز ټیمونه دې پر کمېسیونونو له فشار راوړلو ډډه وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د جنوبي آسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز کابل کې له خبریالانو سره خبرو کې کړې دي.

الیس ویلز له افغان ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رییس عبدالله عبدالله او ځینو نورو افغان چارواکو سره لیدنه کې هم د ټاکنو پر شفافیت او د کمېسیونونو په چارو کې پر نه مداخلې ټینګار وکړ.

مېرمن ویلز ویلي ، د ټاکنو کمیسیون خپل کارونه په پوره شفافیت مخ ته وړي نو نوماندانو او د ټاکنو نورو ښکېلو بنسټونو ته په کار ده چې د کمیسیونونو خپلواکي وساتي او درناوی ورته وکړي.

نوموړې دا هم زیاته کړې، چې پر ټاکنیزو کمیسیونونو دې فشار نه را وستل کېږي او دوی ته دې اجازه ورکړي چې له کوم فشار پرته واقعي او بایومتریک شوې رایې وشماري.

هغې ویلي کمېسیونونه د نړیوالو بنسټونو ملاتړ له ځان سره لري او ناظرین یې وخت ناوخت له چارو لیدنه کوي او د دوی کار د ډاډ وړ دی.

هغې د ټاکنو پر کمېسیون هم غږ کړی، چې خپله پوره بې طرفي وساتي او په پوره شفافیت سره د ټاکنو پایلې اعلان کړي.

دغه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې دا هم زیاته کړې، چې په ټاکنو کې د ۲۰۱۴ کال د ټاکنو په شان د بحران رامنځ ته کېدو امکان ډېر کم دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي