۰

ښايي د ټاکنو لومړنۍ پایلې په ټاکلي وخت اعلان نه شي

پنجشنبه ۲۵ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۰۴
په داسې حال کې، چې ټاکل شوې وه، د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې دوه ورځې وروسته اعلان شي، خو اوس د یاد کمېسیون ځینې غړي وايي، ښايي د ټاکنو پایلې په ټاکلې موده اعلان نه شي.
ښايي د ټاکنو لومړنۍ پایلې په ټاکلي وخت اعلان نه شي
په داسې حال کې، چې ټاکل شوې وه، د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې دوه ورځې وروسته اعلان شي، خو اوس د یاد کمېسیون ځینې غړي وايي، ښايي د ټاکنو پایلې په ټاکلې موده اعلان نه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو نېټه د تلې ۲۷ مه نېټه ټاکلې وه، خو د کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي ویلي امکان شته چې پایلې وځندېږي.

نوموړي زیاته کړې کمېسیون هڅه کوي، چې تورې او سپینې رایې، بایومتریک شوې، قرنطین شوې او غیر بایومتریک رایې سره جلا کړي، چې وخت به ونیسي او امکان شته، چې په خپل وخت اعلان نه شي.

د هغه په وینا که څه هم د بایومتریک معلوماتو د ثبت له دستګاوو مرکزي سرور ته د معلوماتو د انتقال پروسه بشپړه شوې، خو د نېټ د کمزورتیا له امله دا پروسه هم په ځند بشپړه شوه.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند زیاتوي، چې اوس مهال سرور ته د قرنطین شویو بایومتریک شویو معلوماتو پر انتقال کار روان دی.

ابراهیمي وايي، تر دا مهال د بایومتریک معلوماتو پر اساس د ۲۲۵۸۸ محلونو څخه یو میلیون او ۷۳۷۸۷ رایې شمېرل شوې دي او د ۳۹۰۰ محلونو رایې پاتې دي، چې باید چاڼ او بیا یې د رایه ورکوونکو دقیق شمېر اعلان شي.

دی زیاتوي، چې د بایومټریک معلوماتو پر اساس ثبت شوې رایې هم تصفیې ته اړتیا لري چي دا هم ښايي د ابتدايي پایلو په اعلان کې ځنډ پېښ کړي.

د یادونې ده، چې د ولسمشرۍ ټاکنې د روانې تلې میاشت په شپږمه نېټه تر سره شوې، چې د کمېسیون د معلوماتو له مخې لومړۍ پایلې به یې د همدې میاشت په ۲۷ مه او نهايي پایلې به یې د لړم میاشت په ۱۵ مه نېټه اعلان شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي