ولسمشر محمد اشرف غني په یوه تازه حکم کې له افغانستان څخه د جلغوزو، پستې او زعفرانو قاچاق منع کړی دی وايي، قاچاق وړونکي به عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر په دغه حکم کې امنیتي ځواکونو ته امر کړي، چې یادو محصولات د قاچاق په وخت کې ضبط او قاچاق وړونکي عدلي او قضايي بنسټونو ته معرفي کړي.
په دغه حکم کې دا هم ویلي شوي، موظفین د جلغوزیو، پستې او زعفرانو محصولاتو د قاچاق د مخنیوي برخه کې غفلت وکړي، د قانون مطابق تر عدلي تعقیب لاندې راځي.
د دې حکم په اساس ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونه، امینتي ارګانونه او اړونده ادارې موظفې دي چې د چارو ادارې تخنیکي معاونیت سره په همغږۍ د یو مشخص پلان مطابق د هېواد ځمکنیو او هوایي پولو کې د جلغوزیو، پستې او زعفرانو د قاچاق د مخنیوي په اړه لازم اقدامات وکړي.
ولسمشر غني دا حکم پر داسې مهال ورکوي، چې مخکې یو شمېر سوداګرو شکایت کړی و، چې د پکتیا جلغوزي د ډیورند کرښې له لارې پاکستان ته قاچاق کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل