۰

طالبانو هم تایید کړې، چې ښايي د سولې خبرې به بیا پیل شي

چهارشنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۱۶
د طالبانو یوه سرچینه چې د نوم له ښودلو یې ډډه کړې وايي، د سولې خبرو د بیا پیلېدو نښې نښانې لیدل کېږي او طالبان هم خبرو ته چمتو دي.
طالبانو هم تایید کړې، چې ښايي د سولې خبرې به بیا پیل شي
د طالبانو یوه سرچینه چې د نوم له ښودلو یې ډډه کړې وايي، د سولې خبرو د بیا پیلېدو نښې نښانې لیدل کېږي او طالبان هم خبرو ته چمتو دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د چینې په وینا تمه ده، چې په نېږدې راتلونکې کې د سولې خبرې بیا په قطر کې پیل شي.

دغه سرچینه زیاتوي، له امریکا سره د طالبانو د سولې یوه موافقه نهايي شوې او یواځې لاسلیک ته اړتیا لري، چې له لاسلیک وروسته به یې بین الاافغاني خبرو ته هم لار اواره شي.

سرچینه وایي، د سولې خبرو د بیا پیل لپاره د طالبانو استازو په اسلام آباد کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په وروستۍ کتنه کې خبرې کړې دي.

په ورته وخت کې جرمني ډي پي اې خبري آژانس هم د طالب سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې ښايي د سولې خبرې تر څلور نیمو اوونیو کمه موده کې بېرته پیل شي.

طالبانو ته نېږدې کس وحید مژده هم وایي، چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته به د سولې خبرې بیا پیل شي.

والسټرېټ ژورنال او تلګراف ورځپاڼو هم څو ورځې وړاندې ویلي و امریکا هڅه کوي، چې له طالبانو سره د سولې خبرې بیا پیل شي خو په دې شرط چې طالبان تاوتریخوالی کم او اوربند اعلان کړي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ هم ویلي ناټو د سولې خبرو د بیا پیل ملاتړ کوي، خو په دې شرط چې طالبان تاوتریخوالی کم کړي او له ځینو غوښتنو تېر شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي