۰

روسیه: ترکیه او سوریه خپلو کې جګړې ته نه پرېږدو

چهارشنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۰۳
د سولې لپاره د روسیې ځانګړی استازی وايي، مسکو نه پرېږدي، چې د ترکیې او سوریې ځواکونه په خپلو کې سره جګړه وکړي.
روسیه: ترکیه او سوریه خپلو کې جګړې ته نه پرېږدو
د سولې لپاره د روسیې ځانګړی استازی وايي، مسکو نه پرېږدي، چې د ترکیې او سوریې ځواکونه په خپلو کې سره جګړه وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې السکاندر لاورینتیف دغه څرګندونې پرون متحده عربي اماراتو ته د سفر پر مهال کړې دي.

نوموړي ویلي«موږ به پرې نږدو چې داسې څه پېښ شي او ترکي او سوري ځواکونه خپلو کې سره شخړه وکړي.»

په ورته وخت کې د روسيې دفاع وزارت وايي پوځيان يې د سوريې او ترکيې ترمنځ د پولې په اوږدو کې، سرحدي ښارګوټي منبج ته څېرمه او د الفرات سيند په لوېديځ کې د جګړې پر لومړۍ کرښه ګزمې کوي.

د روسيې دولتي رسنۍ وايي د دې کار هدف دا دى چې د سوريې او ترکيې ځواکونه له يو بل څخه فاصله ولري.

د روسي پوځیانو له خوا په سوریې که دغه ګزمو د امریکا اندېښنې راپارولې او په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر کیلي کرافټ ویلي واشنګټن د روسیې د ګزمو په اړه سخت اندېښمن دی.

ترکيې د سوريې په شمال کې تېره اوونۍ پوځي عمليات پيل کړل او هدف يې له سرحدي سيمو د کردانو په رهبرۍ د سوريې د ډيموکراتيکو ځواکونو شړل ښوولي دي.

خو د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د اذرباييجان په پلازمېنه باکو کې بیا ویلي د دغو عملیاتو یو هدف سوریې ته د کډه شویو سوریایانو ستنول دي.

د اردوغان په وینا د دغه عملیاتو بل هدف د سوريې په شمال کې د کردانو د کارګر ګوند يا (PKK) او د خلکو د خونديتوب قطعو د تروريستي سازمانونو بشپړ له منځه وړل دي.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا هم ترکیې ته په سوریه کې د عملیاتو په اړه خبرداری ورکړی او پرون یې په یوه تازه اقدام کې د همدې عملیاتو له امله د ترکیې په دفاع، بهرنیو چارو او انرژۍ وزارتونو بندیزونه لګولي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي