۰

هند دوه نورې جنګي چورلکې افغانستان ته ورکړې

سی شنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۳
هند د خپلو پوځي مرستو په دوام افغانستان ته دوه نورې «MI 35» جنګي چورلکې ورکړې او دفاع وزارت ته یې وسپارلې.
هند دوه نورې جنګي چورلکې افغانستان ته ورکړې
هند د خپلو پوځي مرستو په دوام افغانستان ته دوه نورې  «MI 35» جنګي چورلکې ورکړې او دفاع وزارت ته یې وسپارلې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چورلکې نن سه شنبې د تلې ۲۳ مه د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې افغانستان ته وسپارل شوې.

دغه چورلکې کابل کې د هند سفیر وینی کمار له خوا د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد ته وسپارل شوې.

هند دغه روسي چورلکې د بلاروس هېواد څخه اخیستې دي او تر دې وړاندې یې هم له افغانستان سره د پنځو نورو جنګي چورلکو وړیا مرسته کړې وه.

دغه هېواد دوې «MI 35» جنګي هیلکوپټرې د روان کال د ثور میاشتې پر ۲۶مه او درې نوري روسۍ جنګي هیلکوپټرې تېر کال افغانستان ته ورکړي وې.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د هوایي ځواک ٢٢ تنو پیلوټانو په چک جمهوریت کې خپلې زده کړې بشپړې کړې او پرون د دوشنبې په ورځ د اکتوبر په ١۴ مه فراغت لیکونه او مډالونه ورکړل شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي