۰

روسیې او سعودي عربستان تر خپل منځ ۲۰ تړونونه لاسلیک کړل

سی شنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۰
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سعودي عربستان ته تللی او دواړو هېوادونو تر خپل منځ د میلیاردونو ډالرو په ارزښت ۲۰ تړونونه لاسلیک کړي دي.
روسیې او سعودي عربستان تر خپل منځ ۲۰ تړونونه لاسلیک کړل
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سعودي عربستان ته تللی او دواړو هېوادونو تر خپل منځ د میلیاردونو ډالرو په ارزښت ۲۰ تړونونه لاسلیک کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پوتین پرون دوشنبې د تلي ۲۲ مه ریاض ته رسېدلی او هلته یې د سعودي له پاچا سلمان او ولیعد محمد بن سلمان سره خبرې کړې دي.

ولسمشر پوتین له ملک سلمان سره لیدنه کړې ویلي، چې له سعودي عربستان سره دوستانه او دوه اړخیزه ګټو ته د پام وړ اهمیت ورکوي.

دغه راز له ولیعهد محمد بن سلمان سره کتنه کې زیاته کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري د سیمي د سولي او ثبات د پیاوړتیا او د نړۍ په سطح د تېلو د وضعیت د باثباته کولو په معنا ده.

په ورته وخت کې د روسیې او سعودي عربستان مشرانو د پانګونې د څو میلیارده ډالرو په ارزښت شااوخوا ۲۰ تړونونه لاسلیک کړل، چې د فضایې چارو، کلتور، روغتیا او پرمختللي ټکنالوژۍ په برخه کې دي.

د سعودي عربستان د انرژۍ وزیر شهزاده عبدالعزیز بن سلمان په خبره، په دې تړونونو کې د تېلو د صادروونکو هېوادونو سازمان یا اوپک او لسو نورو هېوادونو چې د دې سازمان غړي نه دي، ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا موافقه هم شامله ده.

د یادونې دهو چې دا له ۲۰۰۷ کال راهیسي ریاض ته د روسیې د ولسمشر لومړنی سفر دی او په پام کې لري، چې تر سعودي وروسته د اکتوبر په ۱۵ مه عربي متحده اماراتو ته هم سفر وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي