۰

ننګرهار کې د داعش یو مهم قوماندان نیول شوی دی

سی شنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۹
کورنیو چارو وزارت وايي، افغان ځانګړو ځواکونو ننګرهار ولایت کې د داعش یو مهم سرګروپ نیولی دی.
ننګرهار کې د داعش یو مهم قوماندان نیول شوی دی
کورنیو چارو وزارت وايي، افغان ځانګړو ځواکونو ننګرهار ولایت کې د داعش یو مهم سرګروپ نیولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت نن سه شنبې د تلې ۲۳ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د داعش دغه قوماندان ابراهیم نومېږي.

سرچینه زیاتوی، چې ابراهیم پرون د ننګرهار بټي کوټ ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پر مهال نیول شوی دی.
په خبرپانه کې ویل شوي، چې نوموړي په ګڼو ترهګریزه بریدونو او تخربي اعمالو کې لاس درلود، چې ورسره یوه اندازه وسلې او مهمات هم نیول شوي دي.

داعش تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي