۰

۲۲ افغان پيلوټانو په چک جمهوریت کې زده کړې بشپړې کړې

سی شنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۵۹
د افغانستان د هوايي ځواک ۲۲ پیلوټانو په چک جمهوریت کې د زده کړو تر بشپړولو وروسته د فراغت سندونه تر لاسه کړل.
۲۲ افغان پيلوټانو په چک جمهوریت کې زده کړې بشپړې کړې
د افغانستان د هوايي ځواک ۲۲ پیلوټانو په چک جمهوریت کې د زده کړو تر بشپړولو وروسته د فراغت سندونه تر لاسه کړل.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پراګ کې د افغانستان سفارات وایي، دغه پيلوټانو ته پرون دوشنبې د تلې ۲۲ مه د فراغت سندونه ورکړل شول.

په همدې اړه پراګ کې مراسم هم نیول شوي و، چې په کې افغان سفیر هم خبرې وکړې او د افغان پیلوټانو لپاره یې د دې روزنیز پرواګرم په برابرولو کې له امریکا، ناټو تړون او په ځانګړي توګه د چک له جمهوریت نه مننه وکړه.

په چک جمهوریت کې افغان سفیر شهزاد ګل اریوبي هيله څرګنده کړې چې دا روزنیز پروګرامونه به راتلونکې کې هم دوام وکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې د افغان پوځ پیاوړتیا سولې ته زمینه برابروي او په خبره یې سوله د افغانستان د خلکو اصلي غوښتنه او د افغان دولت لومړیتوب دی.

سفير وايي، د یوې دایمې او با وقاره سولې ترلاسه کېدو پورې به د افغانستان امنیتي ځواکونه د اساسي قانون او جمهوریت د ارزښتونو دفاع کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي