۰

تور لېست ته د پاکستان د غورځولو په تړاو نن وروستۍ پرېکړه کېږي

دوشنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۱
له ترهګرۍ څخه د مالي ملاتړ د مخنیوي نړیوال سازمان یا فاینانشل اکشن ټاکس فورس (FATF) نن دوشنبې د تلې ۲۲ مه تور لېست ته د پاکستان د غورځولو او نه غورځولو په اړه وروستۍ پرېکړه کوي.
تور لېست ته د پاکستان د غورځولو په تړاو نن وروستۍ پرېکړه کېږي
له ترهګرۍ څخه د مالي ملاتړ د مخنیوي نړیوال سازمان یا فاینانشل اکشن ټاکس فورس (FATF) نن دوشنبې د تلې ۲۲ مه تور لېست ته د پاکستان د غورځولو او نه غورځولو په اړه وروستۍ پرېکړه کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې انګېرنې دا دي، چې ښایي پاکستان د ترهګرو د ملاتړ له کبله له ترهګرۍ څخه د مالي ملاتړ د مخنیوي نړیوال سازمان تور لېست ته ولوېږي.

ځکه د دغه سازمان اسیايي څانګړې ویلي پاکستان لا هم د ترهګرو له ملاتړه لاس نه دی اخیستی او نه هم د تورو پیسو د سپینو په مخنیوي کې بریالی شوی.

له ترهګرۍ څخه د مالي ملاتړ د مخنیوي د نړیوال سازمان ویلي، دوی تېر ۲۰۱۸ کال کې پاکستان خړ لیست ته غورځولی و، خو ورسره یې ۲۷ ماده ییزه اخطاریه هم ورکړې وه چې د ۲۰۱۹ کال تر اکتوبره پورې دې ځان په شرایطو برابر کړي ګني تور لیست ته به یې واچوي.

سرچینه زیاتوي، پاکستان تر اوسه په دغو ۲۷ مادو کې یوازې ۶ مادو باندې عمل کړی دی، تر دې چې پاکستان په تخنیکي برخه کې هم له ۴۰ امتیازونو څخه یوازې ۱۰ امتیازونه ترلاسه کړي دي.

له ترهګرۍ څخه د مالي ملاتړ د مخنیوي نړیوال سازمان یا فاینانشل اکشن ټاکس فورس وايي له همدې کبله ډېر امکان شته، چې پاکستان له خړ لېست څخه تور لېست ته وغورځول شي.

په ورته د پاکستان د خزانې مشر عبدالحفیظ شیخ ویلي، هڅه کوي د (ایف ای ټي ایف) له خړ نوملړ څخه د خپل هېواد نوم وباسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي