۰

اذربایجان او افغانستان د سوداګرۍ پر پراختیا خبرې کړې

دوشنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۱۷
د افغانستان د سوداګرۍ وزارت چارواکو د اذربایجان د ټولو دولتي کمپینو له مشر سره د دواړو هېوادونو تر منځ د تېلو او ګازو د سوداګرۍ پر پراختیا خبرې کړې دي.
اذربایجان او افغانستان د سوداګرۍ پر پراختیا خبرې کړې
د افغانستان د سوداګرۍ وزارت چارواکو د اذربایجان د ټولو دولتي کمپینو له مشر سره د دواړو هېوادونو تر منځ د تېلو او ګازو د سوداګرۍ پر پراختیا خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه خبرې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست احمل احمدي او د اذربایجان د تېلو د دولتي کمپنۍ مشر عبدالله یوف تر منځ شوې دي.

اذربایجاني رسنۍ وايي، دواړو لورو د تېلو او ګازو د سوداګرۍ پر پراختیا ټینګار کړی ویلي یې دي، چې افغانستان ته د اذربایجان د تيلو او ګازو صادرات به ددواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې لا پراخې او پیاوړې کړي.

په ورته وخت کې افغان لوري تمه ښودلې، چې د اسانتیاوو په برابرېدو سره به افغان سوداګر وکړی شي، له اذربایجان سره د تېلو سوداګري ډېره کړي.

د افغان چارواکو په وینا که له اذربایجان سره د ګازو او تېلو سوداګري پراخه شي نو په افغان بازارونو کې به هم د دغه سون توکو په بیو کې د پام وړ ټیټوالی راشي.

دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې وړاندې د اذربایجان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې په دې وروستیو کې د افغانستان او اذربایجان تر منځ سوداګري پراخه شوې او ۳۰ سلنه وده یې کړې ده.

شاهین مصطفی د افغان محصولاتو د یوه نندارتون د پرانیستې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې زیاته کړې وه، چې د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ کچه ۲۳ سلنه وه.

خو په وینا یې په دې وروستیو کې دغه سوداګریزه اړیکې نورې هم پراخه شوې او د اذربایجان او افغانستان تر منځ سوداګرۍ کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

نوموړي ټینګار کړي دواړه هېوادونه هڅه کوي، چې ښې او پراخه سوداګریزه اړیکې ولري او د دغه اړیکو د غښتلتیا لپاره دواړه هېوادونه کار کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي