۰

ملګرو ملتونه افغان چارواکي د ټاکنو بهیر بشپړېدو او حراست ته بللي دي

یکشنبه ۲۱ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۲
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي پلاوي (یوناما) د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون په ګډون، سیاسي ډلې، حکومت، کاندیدان او د دوی ملاتړي د ټاکنو بهیر بشپړېدو او حراست ته بللي دي.
ملګرو ملتونه افغان چارواکي د ټاکنو بهیر بشپړېدو او حراست ته بللي دي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي پلاوي (یوناما) د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون په ګډون، سیاسي ډلې، حکومت، کاندیدان او د دوی ملاتړي د ټاکنو بهیر بشپړېدو او حراست ته بللي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یوناما نن یکشنبې د تلې ۲۱ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې له ۲۰۰۱ کال را وروسته دا د ولسمشرۍ لومړنۍ ټاکنې وې چې په بشپړ ډول د افغان چارواکو لخوا ترسره شوې او دا پرځان د اتکا پرلور د افغانستان د لیږد په برخه کې ستره لاسته راوړنه ده.

د یوناما په خبرپاڼه کې راغلي،افغانانو له امنیتي ګواښونو سره سره دښه راتلونکي لپاره خپله رایه ورکړه او دغه رایه ورکوونکي د خپلې مدني دندې د ترسره کولو له کبله د ستاینې وړ دي.

یوناما زیاته کړې، اوس، ټول افغان چارواکي او ښکیل اړخونه - د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون په ګډون، سیاسي ډلې، حکومت، کاندیدان او ددوی ملاتړي باید د ټاکنو د خوندیتوب، بشپړولو او ددغه بهیر دحراست لپاره، په ځانګړي ډول جدول بندۍ او د پایلو اعلان ته په پام سره، خپلې ژمنې وښيي.

په خبرپانه کې ویل شوي، یوناما له ټولو برخه والو غواړي، چې د نظر له ورکولو وړاندې دې د رایې شمیرلو د بهیر په اړه دقیق درک ولري.

دغه راز یوناما  له دواړو ټاکنیزو کمېسیونونو غوښتي، چې د دغه بهیر د توضیح په ګډون د رایو شمیرلو له بهیر څخه د ټولو برخه والو اړخونو د روښانه او صریح پوهاوي په اړه ځان ډاډمن کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي پلاوي په خبرپانه کې ټینګار کړي، چې ټولې ښکیلې غاړې د ټاکنو د باوري کېدو لپاره ګډ مسوولیت لري.

خبرپاڼه دا هم وايي، ملګرو ملتونو پتییلې چې د افغانستان ټاکنیزو ادارو د درغلیو د مخنیوي لپاره ګڼ شمیر لارې چارې تنظیم کړي، چې شفافیت ډاډمن شي.

همدارنګه په خبرپانه کې ټینګار شوي، چې  یوناما څارونکي بنسټونه، سیاسي ډلې، کاندیدان او رایې ورکونکي هڅوي چې د ټاکنو د رایو د شمیرنې د بهیر د حراست او بشپړیدو لپاره فعالانه، اګاهانه او رغونکی رول ترسره کړي.

یوناما ویلي، هر هغه افغان چې د درغلیو په اړه شک یا شواهد ولري، مدني مکلفیت لري، چې له اړوندو افغان بنسټونو په خاص ډول د ټاکنو د شکایتونو له کمیسیون سره شکایت درج کړي.

دغه دفتر زیاته کړې، د باوري تورونو د شته والي په صورت کې، د افغانستان د قانون پلې کونکې ادارې باید ګړندۍ پلټنې ترسره او که مناسبه وي مسوول کسان دې ونیسي او قانوني پلټنې دې ترې وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي