۰
جنرال خوشحال سادات:

د نشه يي توکو له پلورونکو سره به جدي چلند دوام ولري

یکشنبه ۲۱ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۷
د کورنیو چارو وزارت ارشد امنیتي معین جنرال خوشحال سادات وايي، د نشه يي توکو د کښت، قاچاق او پلور پر خلاف به جدي اقدامات وکړي.
د نشه يي توکو له پلورونکو سره به جدي چلند دوام ولري
د کورنیو چارو وزارت ارشد امنیتي معین جنرال خوشحال سادات وايي، د نشه يي توکو د کښت، قاچاق او پلور پر خلاف به جدي اقدامات وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال سادات پرون شنبې  تلې ۲۰ مه د نشه يي توکو سره د مبارزې د ځواکونو له ځانګړې قطعې څخه لیدنه کړې ده.

تر دغه لیدنې وروسته ښاغلي سادات پر خپله فسبوک پانه لیکلي، چې د نشه يي توکو سره مبارزې ځواکونو سره یې لیدنه کې د هغوی ستونزې اورېدلې، د تېرو عملیاتو په جزیاتو او د راتلونکو عملیاتو په پلان یې ورسره خبرې کړې دي.

د کورنیو چارو امنیتي معین ویلي، نشه يي توکي نه يوازې د افغانستان ځوان نسل بلکې ټولې نړۍ ته جدي تهديد دی.

هغه زیاته کړې«موږ به د مخدره موادو د کښت، قاچاق او پلور پر خلاف جدي اقدامات وکړو.»

جنرال سادات وايي، په کابل کې یې د نشه ای توکو اکثريت معتادين را ټول او روغتون ته لېږلي او د نشه يي توکو د پلورونکو پرخلاف يې عمليات روان دي.

د کورنیو چارو وزارت امنیتی معین د نشه يي توکو پلورونکو ته خبرداری ورکړی، چې تر دې د جدي غبرګون توقع دې ولري.

د هغه په وینا هيڅکله نغواړي، چې د افغانستان ځوان نسل د نشه يي توکو له لاسه زیان و ویني او یا هم افغانستان نړۍته د نشه يي توکو د صادروونکی هېواد وګرځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي