۰

ټرمپ یو ځل بیا د اودږو جګړو پر پای ته رسولو ټینګار کړی دی

یکشنبه ۲۱ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۵
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ویلي، چې غواړي د امریکا اوږدې جګړې نور پای ته ورسوي.
ټرمپ یو ځل بیا د اودږو جګړو پر پای ته رسولو ټینګار کړی دی
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ویلي، چې غواړي د امریکا اوږدې جګړې نور پای ته ورسوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ په یوه تازه ټوېټ کې زیاته کړې، نور د دې وخت دی، چې د امریکا اوږدې جګړې ختمې شي.

که څه هم ټرمپ په مشخص ډول د امریکا د کومې اوږدې جګړې یادونه نه ده، کړې، خو په افغانستان کې جګړه د امریکا تر ټولو اوږده جګړه ده.

ټرمپ وړمه ورځ هم د یوې کمپایني غوندې پر مهال ویلي و، چې امریکا نور په بهر کې جګړې ته اړتیا لري او خپل ځواکونه هېواد ته ستانه کړي.

د امریکا ولسمشر څو ځله ورته خبرې کړې، خو د چارو ډېر شنونکي وايي، ټرمپ د افغانستان له جګړې یوازې کمپایني ګټه پورته کوي او غواړي، په راتلونکو ټاکنو کې ځان ته ملاتړي پیدا کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي