۰
امریکايي سناتوران:

پاکستان باید نور د طالبانو او ترهګرو ملاتړ پرېږدي

شنبی ۲۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۰۴
د امریکا د سنا مجلس دوه غړو مېرمن هاسن او هالن وايي، پاکستان باید د طالبانو او نورو ټولو ترهګرو له ملاتړ څخه لاس واخلي.
پاکستان باید نور د طالبانو او ترهګرو ملاتړ پرېږدي
د امریکا د سنا مجلس دوه غړو مېرمن هاسن او هالن وايي، پاکستان باید د طالبانو او نورو ټولو ترهګرو له ملاتړ څخه لاس واخلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغو امریکايي سناتورانو یادې څرګندونې له هندي چارواکو سره لیدنه کې کړې او ټینګار یې کړي، چې پاکستان باید د ترهګرۍ ملاتړ ته د پای ټکی کېږدي.

دغه امریکايي سناتوران چې تېره اونۍ د سیمې په سفر راوتلي، تر اوسه پاکستان، افغانستان او هند ته سفرونه کړي او د دغه هېوادونو له چارواکو سره یې پر بېلا بېلو موضوعاتو او ځانګړې توګه له ترهګرۍ سره پر مبارزې خبرې کړې دي.

دوی په نوي ډیلي کې له هندي چارواکو سره خبرو کې زیاته کړې، پاکستان کولی شي د افغانستان په ثبات کې رول ولوبوي او د نړیوال تروریزم پر ضد مبارزه کې د نړۍ له اقتصادي ودې سره هم مرسته وکړي.

دواړو ټینګار کړي، دا د امریکا لپاره مهمه ده چې له پاکستاني چارواکوسره اړیکه ونیسي او ورڅخه وغواړي چې نور له طالبانو او ترهګرو ډلو ملاتړ ودروي.

امریکايي سناتوران ویلي، چې له پاکستاني چارواکو سره لومړۍ لیدنه کړې او په دې تړاو یې ورسره سپینې خبرې کړې دي.

د امریکا د سنا مجلس غړې مېرمن هاسن وايي، پاکستان باید له دې زیات د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره کار وکړي او دا خبره یې پاکستاني چارواکو ته هم کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي