۰

ترکي پوځ په سوریه کې د امریکا پر ځانګړو ځواکونو برید کړی

شنبی ۲۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۵۷
د امریکا پوځ وايي، د ترکیې ځواکونو د سوریې په شمال کې د دوی پر یو شمېر پوځیانو توپچي بریدونه کړي دي، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.
ترکي پوځ په سوریه کې د امریکا پر ځانګړو ځواکونو برید کړی
د امریکا پوځ وايي، د ترکیې ځواکونو د سوریې په شمال کې د دوی پر یو شمېر پوځیانو توپچي بریدونه کړي دي، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا پوځ ویلي، چې د توپچي بریدونه د سوریې په شمال کې پر مېشتو امریکا پر ځانګړو ځواکونو شوي دي.

د امریکا دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي، دغه برید تېرماښام کوباني ښارګوټي ته څېرمه پر داسې یوه سیمه شوی چې ترکیې ته معلومه وه د امریکا ځانګړي ځواکونه په کې ځای پرځای دي.

د امریکا د دفاع وزیر ټینګار کړی چې واشنګټن کوردان یوازې نه دي پرېښي، امریکا همدا راز ترکیې ته بیا ګواښ کړی چې د بریدونو او عملیاتو د دوام په صورت کې به تر اقتصادي بندیزونو لاندې راشي.

په ورته وخت کې امریکا وايي، د سوريې پر شمالي برخو د ترکيې د یرغل په ځواب کې پر ترکیه نویو او مهمو بندیزونو لګولو ته چمتو دي.

د امریکا د خزانې وزير سټیفن منوشن ویلي که ترکيه هلته د کوردي ځواکونو خلاف نور پوځي ګامونه پورته کړي نو دا بندیزونه به ورباندې عملي کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ټرمپ د تېرې جمعې په ورځ ویلي وو چې که چېرته ترکیه په سوریه کې خپلو خرابکارانه اعمالو ته دوام ورکړي نو دوی به ورباندې داسې بندیزونه ولګوي چې تر دې وړاندي یې ساری نه وي لیدل شوی.

ټرمپ ټینګار کړی و، چې که ترکیه په سوریه کې پر کرد ځواکونو بریدونه وکړی، نو دوی به هم د ترکیې اقتصاد ور تباه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي