۰

امریکا نور پوځیان او تجیهزات سعودي عربستان ته لېږي

شنبی ۲۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۲
د امریکا دفاع وزارت وايي، د سعودي عربستان د دفاع لپاره به زرګونه پوځیان او پوځي تجهیزات دغه هېواد ته ولېږي.
امریکا نور پوځیان او تجیهزات سعودي عربستان ته لېږي
د امریکا دفاع وزارت وايي، د سعودي عربستان د دفاع لپاره به زرګونه پوځیان او پوځي تجهیزات دغه هېواد ته ولېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا دفاع وزیر مارک اېسپر ویلي، ټاکل شوې، چې ۳ زره نور امریکايي پوځیان سعودي عربستان ته ولېږل شي.

نوموړي ویلي، د دې تر څنګ به دا ځل امریکا جنګي الوتکې او توغنديي ضد سیستم هو په سعودي عربستان کې ځای پر ځای کړي.

د امریکا د دفاع وزیر په وینا دا د هغو هڅو یوه برخه ده، امریکا غواړي سعودي عربستان د ایران له ګواښونو او تېري پر وساتلي.

امریکا دغه اقدام وروسته له هغې کوي، چې تېره میاشت د سعودي عربستان د تیلو په دوه چاڼ ځایونو بریدونه وشول او سعودي او امریکا یې پړه پر ایران واچوله خو ایران دا خبره په کلکه رد کړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي