د فوټبال نړیوال فدراسیون د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر پخواني سکرتر جنرال سید علي رضا اقازاده د پنځو کلونو لپاره بندیز لګولی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې فیفا په یوه خبرپانه کې ویلي، اقازاده د نجونو د فوټبال ملي لوبډلې غړو د جنسي ځورونې په مخنیوي او خبر ورکولو کې ناکام شوی دی.
د فوټبال نړیوال فدراسیون زیاته کړې، اقازاده خبر و چې د فدراسیون پخوانی رئیس کرام الدین کریم د ملي لوبډلې له یوشمېر نجونو فوټبالیستانو سره زور زیاتی کوي خو خاموشي یې غوره کړې وه.
د فیفا په خبرپانه کې راغلي، چې د دوی د اخلاقي اصولو خپلواکې کمېټې ته په څېړنو کې څرګنده شوې چې د افغانستان د فوټبال د نجونو لوبډلې څو غړو اقازاده ته شکایت کړی و او ادعا یې کړې وه چې پخواني رئيس کرام الدین کریم د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۸ میلادي کلونوترمنځ په مکرر ډول جنسي زور زیاتی ورسره کړی، په هغه وخت کې اقازاده د فدراسیون د سکرتر جنرال پر چوکۍ کار کاوه.
د یادونې ده، چې تر دې مخکې، د افغانستان لویې څارنوالۍ علي رضا اقازاده ممنوع الخروج اعلان کړی و، خو هغه د اسیایي فوټبال د کنفدریشن د اجراييه کمېټې برحاله غړی و.
فیفا پر اقازاده لس زره ډالر جریمه هم لګولې ده.
د ۲۰۱۸ میلادي کال په نومبر میاشت کې د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې یوه مقاله خپره کړه چې په هغه کې د افغانستان د فوټبال د فدراسیون د ملي لوبډلې یوشمېر غړو د فدراسیون مخکنی رئیس کرام الدین کریم او یوشمېر نور مسئولان په جنسي بداخلاقۍ او زور زیاتی تورن کړل.
د دې ادعاوو تر خپرېدو وروسته، فیفا کرام الدین کریم جریمه او ټول عمر له فوټباله منع کړ. د افغانستان ولسمشر وویل چې دا مسئله به جداً وڅېړل شي.
د کرام الدین کریم دوسیه لویې څارنوالۍ کې تر څېړنو لاندې ده، خو دا لا نه ده څرګنده چې څه وخت به محکمې ته ولاړه شي.
جمهورخبري آژانس:کابل