۰
حبیب الرحمن ننګ:

د درملوګ کمپنۍ کارکوونکي راغلي کارونه به چټک شي

پنجشنبه ۱۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۸
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، د درملوګ په نامه د هغه جرمني شرکت، چې د افغانستان تېرو ولسمشریزو ټاکنو ته یې بایومټرېک الې برابرې کړې وې، دوه تنه بهرني انجینران کابل ته رسېدلي دي.
د درملوګ کمپنۍ کارکوونکي راغلي کارونه به چټک شي
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، د درملوګ په نامه د هغه جرمني شرکت، چې د افغانستان تېرو ولسمشریزو ټاکنو ته یې بایومټرېک الې برابرې کړې وې، دوه تنه بهرني انجینران کابل ته رسېدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد کمېسیون د دارالانشا مشر حبیب الرحمن ننګ ویلي، اوس به مرکزي سیستم ته د ټولو رایو د ور ګډولو چاره چټکه شي.

له تېرو څو ورځو راهیسې د ټاکنو نوماندانو او یو شمېر بهرنیو سفارتونو اندېښنه ښودله چې له بایو مټرېک الو مرکزي سرور یا سیستم ته د رایو د لېږدولو چاره پڅه روانه ده.

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ یا تیفا هم پرون همدا نیوکه کړې وه او ویلي وو، داسې اندېښنې هم وې چې ښایي د دې ستونزې له کبله په ټاکنو کې درغلۍ او لاسوهنې ته لاره هواره شي.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، دا ستونزه یوازې تخنیکي وه او د بهرنیو انجینرانو له ور رسېدو سره به په څو ورځو کې ټولې رایې مرکزي سیستم ته ور ګډې شي.

له دې وړاندې یو شمېر کورنیو رسنیو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون سرور ته د هکرانو لخوا د زیان رسولو د هڅو په اړه راپورونه ورکړي وو.

خو د کمېسیون د دارالانشا مشر دا خبره رد کړې او ټینګار یې وکړ چې تر دې دمه د دوی پر مرکزي سرور د هېڅ ډول برید هڅه نه ده شوې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي